د لوګر ولایت تعلیمي مرکزونو کارکوونکو لپاره سیمینار جوړ شو

د لوګر ولایت د ۸۶ بابه لېسو، منځنیو ښوونځیو او لومړنیو ښوونځیو د آمرینو او مدیرانو لپاره "د مدرسینو او ښوونکو ارزونه" تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
یاد روزنیز پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په همکارۍ پیل شو، ترڅو د ښوونځیو چارواکي د ښوونکو او کارکوونکو ارزونې لپاره له نویو مېتودونو او تخنیکونو سره آشنا شي.