په کونړ ولایت کې د زلزلې له زیانمنو شویو کورنیو سره ۱.۷ مېلیونه افغانۍ مرسته وشوه

media-moe
Sun, Sep 14 2025 3:45 PM
ثق

د کابل ښار پوهنې ریاست، د وروستیو زلزلو له امله د کونړ ولایت له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو راټولولو کمپاین ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې د کابل ښار له ښوونځیو څخه ټولټال ۱.۷ مېلیونه افغانۍ نغدي مرسته راټوله او یاد ولایت ته انتقال شوه.

دغه مرسته د پوهنې ریاست د دوه ورځني پلاوي له لوري د کونړ ولایت ۲۴۲ اړمنو کورنیو ته ووېشل شوه.

د پوهنې وزارت مشرتابه د کابل ښار د ښوونځیو مسئولینو او زده‌کوونکو له دغه اسلامي او بشر دوستانه اقدام څخه قدرداني څرګنده او له ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول له ملي سوداګرو او پانګه‌والو یې وغوښتل چې په دې سختو شېبو کې د هېواد د ختیځو ولایتونو د زلزله‌ځپلو خلکو سره د مرستې په برخه کې خپل اسلامي او انساني مسئولیتونه ادا‌ کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS