د پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځیو رئیس په رسمي سفر ننګرهار ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځیو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ د څارنې پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي سره یې وکتل.
لومړی پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر موخه د دغه ولایت له پوهنې رئیس سره شریکه کړه.
د یاد ولایت پوهنې رهبري، پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی د څارنې له فعالیتونو څخه یې د ستاینې ترڅنګ د هر ډول اړینې همکارۍ ژمنه وکړه.
ورپسې د پوهنې وزارت پلاوي د چارواکو په ملتیا، د یو شمېر خصوصي ښوونځیو له مالي چارو، جوازونو، اداري نظم او تدریسي بهیر څخه څارنه وکړه، په ټولګیو کې یې د زده کوونکو د تدریس مېتودونه وڅارل او په یادو ښوونځیو کې یې د زده کړې بهیر مثبت وارزاوه.