د پکتیکا ولایت له دیني مدارسو سره ۴۰.۲ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې

د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خیریه بنسټونو، ملي سوداګرو او د پکتیکا ولایت اوسېدونکو لخوا د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دیني مدارسو پیاوړتیا لپاره په ټولیزه توګه ۴۰.۲ مېلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو په وینا، پورته ذکر شوې پیسې د نویو درسي خونو ترمیم، بیارغونې، جوړولو، د قرطاسیې او اداري وسایلو پېرودلو او نورو چارو کې مصرف شوې دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد له مرستې ستاینه وکړه، دیني مدرسې یې د ټولنې د اخلاقي او دیني زدهکړو بنسټ وباله او څرګنده یې کړه؛ موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې دغه مرسته په سالمه او شفافه توګه کارول شوې ده.