په غزني ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
Sun, Oct 05 2025 2:18 PM
sefss

د غزني ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په څلورم دور ازموینه کې، له ۹۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.

په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میرنصیراحمد حسیني په خپلو خبرو کې وویل: موږ تل هڅه کوو، ترڅو هر راستنېدونکی زده‌کوونکی د وړتیا او پوهې کچې ته په پام سره تر عادلانه او منظمې ارزونې وروسته مناسبو ټولګیو ته وروپېژنو.

نوموړي څرګنده کړه چې د پوهنې وزارت او اړوندې ادارې ژمنې دي، د راستنېدونکو زده‌کوونکو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو هغوی وکولی شي پرته له ځنډ یا ستونزې څخه خپلې تعلیمي لارې ته دوام ورکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS