په غور ولایت کې د ۲ بابه ښوونځیو رغنیزې چارې دوام لري
د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د سید آباد او هوایی ډګر ښوونځیو کارونه د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ سره د ۵۸۱ زره ډالرو په لګښت روان دي.
د پوهنې چارواکو په وینا د دې ودانیو له بشپړېدو وروسته به د شاوخوا ۷۱۲ تنو زدهکوونکو لپاره مناسب او خوندي تعلیمي چاپېریال چمتو شي.
د پوهنې مسئولینو د راپور له مخې، تر اوسه پورې د یادو پروژو ۲۵ سلنه کار بشپړ شوی او ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هر ښوونځی به په دوو پوړونو کې جوړ او ۱۲ درسي خونې به ولري.
