په غزني ولایت کې د زدهکوونکو لپاره د ماینونو په اړه سیمینار ترسره شو
د غزني ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ۳ ولسوالیو د ښوونځیو زدهکوونکو لپاره د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره کړ.
د یاد سیمینار اساسي موخه دا وه چې ښوونکي او زده کوونکي هغو سیمو څخه ډډه وکړي چېرې چې په خپلو ورځنيو فعالیتونو کې د ماینونو شک پرې کېږي او د ماینونو او چاودېدونکو توکو په وړاندې د ساتنې مېتودونه زده کړي.
د غزني ولایت مرکز په شمول د اندړو، واغظ او خواجه عمري ولسوالیو زدهکوونکو او ښوونکو په دې پروګرام کې برخه اخیستې وه.
