د تخار ولایت د ښوونځیو اداري کارکوونکو لپاره مسلکي ورکشاپ جوړ شو
د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ښوونځیو ۹۷ تنو تازه ګمارل شویو اداري او اجرایوي کارکوونکو لپاره "د مسلکي وړتیا لوړولو" په اړه درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د یاد ولایت پوهنې چارواکو وویل چې، د دغه ورکشاپ له ترسره کولو موخه د اداري چارو کیفیت ښه کول او د نويو ټاکل شويو منسوبینو مسلکي وړتیا لوړول دي، ترڅو ښوونیز او روزنیز اهداف ترلاسه شي.
