لوګر ولایت کې د ۶.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ اداري او تعلیمي ودانیو بیارغونه بشپړه شوه
د لوګر ولایت پوهنې ریاست اړوند د ۱۲ اداري او تعلیمي ودانیو بیارغونې کارونه بشپړ او د کارولو لپاره چمتو شوې دي.
یادې ودانۍ د درېیو میاشتو په اوږدو کې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۶.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت بیارغول شوې دي.
د بیارغول شویو ودانیو په منځ کې، د پوهنې ریاست اداري ودانۍ، د دوو دیني مدارسو او ۹ بابه ښوونځیو جوړول شامل دي.
د پوهنې چارواکو په وینا، د پورته ذکر شویو ادارو په بیارغولو سره، نږدې ۱۰۰۰۰ زدهکوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شوی دی.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال، د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ سره، د ۳۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۴۹ بابه نورو ښوونځیو د بیارغونې کارونه هم روان دي.
