په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره شپږ جریبه ځمکه وقف او ورته نوې ودانۍ جوړېږي
د لغمان ولایت د بادپخ ولسوالۍ برهقلعه دیني مدرسې لپاره د سیمه ييزو خلکو له لوري شپږ جریبه ځمکه وقف شوې ده.
د يادې ځمکې ارزښت شاوخوا یو میلیون افغانۍ اټکل شوی او ټاکل شوې، چې د خلکو په مرسته د دغې مدرسې لپاره د څلورو درسي خونو یوه ودانۍ جوړه شي، چې پکې به د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه هم شامل وي.
د پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو څلورو درسي خونو، احاطوي دېوال او د اوبو د یو حلقه څاه کيندلو لګښت هم شاوخوا یو میلیون افغانۍ اټکل شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د لغمان ولایت د معارف پالو خلکو له دوامداره ملاتړ څخه مننه څرګنده او دغه اقدام یې د هېواد د تعلیمي نظام پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.
