په میدان وردګ ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د میدان وردګ ولایت د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ اړوند «گردن دیوال» عالي لېسې لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې مسوولینو، دیني علماءکرامو او د سیمې د قومي مشرانو په حضور کې کېښودل شوه.
یاد ښوونځی به په اساسي او معیاري ډول په دوو پوړونو کې جوړېږي، چې ۱۶ درسي ټولګي او اداري خونې به ولري.
اوسمهال د دغې ودانۍ د لومړي پوړ جوړولو چارې د سیمې د علمپروره شخص محترم محمد آصف اسماعیلزاده له لوري، د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت، پر پنځه جریبه ځمکه ترسره کېږي، چې ټولې اړینې اسانتیاوې به ولري.
د یاد ولایت پوهنې رئیس، محترم مولوي محمد عثمان حریت، د نوموړي هېوادوال له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل: د پوهنې وزارت ژمن دی چې د خلکو په همکارۍ د هېوادوالو لپاره د ښوونې او روزنې غوره زمینه برابره کړي.
