په زابل ولایت کې ۲۵۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه
د زابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د ښوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره، په مرکز کلات ښار او ۱۲ ولسوالیو کې د ۲۵۰ تنو ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاد سیمینار د یوې همکارې ادارې لخوا، د اغېزمنو تدریسي میتودونو د ترویج، د زده کړې او روزنې کیفیت لوړولو او د تعلیمي چارو لا ښه والي په موخه جوړ شوی دی.
