په بدخشان ولایت کې پوهنې ته شاوخوا درې جریبه ځمکه ورکړل شوه
د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ اړوند خریچ، کندخان او ده غلامان کلیو علمپالو اوسېدونکو د ده غلامان منځني ښوونځي پراختیا په موخه شاوخوا درې جریبه ځمکه چې د دوی شخصي ملکیت و، پوهنې ته وقف کړه.
د پوهنې مسوولینو هیله څرګنده کړې، چې د دغې ځمکې په مرسته به د ښوونځي د احاطوي دېوال، ښوونیزو او هوساینې اړوند تاسیساتو او شنې ساحې پراختیا زمینه برابره شي، چې ورسره به زدهکوونکو ته د زدهکړې لا ښه او مناسب چاپېریال برابر شي.
