په غور ولایت کې له۱۰۰ څخه د زیاتو ښوونکو لپاره ښوونیزه برنامه پیل شوه
د غور ولایت د پسابند، چهارسدې او مرغاب ولسوالیو د ۱۰۵ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زدهکړې دودول» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیا لوړونې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د یاد ورکشاپ موخه د ښوونکو د مسلکي ظرفیت لوړول، د تدریسي میتودونو ښه کول، د ښوونیز کیفیت لوړول او د ښوونکو د تدریسي مهارتونو پیاوړتیا ده.
ټاکل شوې چې دغه روزنیزه برنامه به درې ورځې دوام وکړي.
