په هرات ولایت کې د یو شمېر ښوونیزو او اداري مسولینو د وړتیا لوړونې په موخه برنامه جوړه شوه
د هرات ولایت پوهنې ریاست، د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د انجیل، کرخ، غوریان او ګذره ولسوالیو اړوندو ښوونځیو د ۲۲۳ تنو مدیرانو او ښوونکو په ګډون د ظرفیت لوړونې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ.
دیاد روزنیز ورکشاپ موخه د ګډونوالو د مسلکي ظرفیتونو لوړول، د مدیریتي او تدریسي مهارتونو پراختیا او په اداري او ښوونیزو چارو کې د لا ډېرې همغږۍ رامنځته کول بلل شوي دي.
