د کابل ښار اړوندو ښوونکو د مسلکي وړتیا لوړونې غونډه پیل شوه
د کابل ښار د ښوونځیو ۲۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړونې دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه.
د کابل ښار د پوهنې رئیس محترم مولوي حسیبالله صاحبزاده په وینا، یاده غونډه د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه د پوهنې یوه همکار بنسټ په ملاتړ جوړه شوې ده.
