په هرات کې د ۴۰۵ زره زدهکوونکو لپاره د درسي توکو وېش لړۍ پیل شوه
د هرات ولایت مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو له لومړي تر شپږم ټولګي پورې شاوخوا ۴۰۵ زره زدهکوونکو ته د ښوونیزو کڅوړو وېش لړۍ پیل شوه.
یادې مرستې د ۱۴۲ میلیونه او ۸۸۸ زره افغانیو په ارزښت د یوه همکار بنسټ لخوا د هرات ولایت پوهنې ریاست ته ورکړل شوې، چې په کې د ښوونځي بکسونه، قرطاسیه او درسي مواد شامل دي.
همدارنګه، ټاکل شوې چې ۱۰ زره او ۵۰۰ ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي او د یو زره ۷۰ بابه ښوونځیو لپاره اداري پاڼې او فورمې هم ووېشل شي.
