په سرپل کې د ښوونیزو مرکزونو پراختیا لپاره ۸ جریبه ځمکه وقف شوه
د سرپل ولایت علم پروره خلکو، د ښوونیزو بنسټونو د ملاتړ شوراګانو په همکارۍ، شاوخوا ۸ جریبه ځمکه د دیني مدارسو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو جوړولو او پراختیا لپاره وقف کړې ده.
یاده ځمکه د سرپل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ځانګړې شوې چې پکې د سانچارک ولسوالۍ د تخایخواجه په کلي کې ۵ جریبه، د همدې ولسوالۍ د بهارستان په کلي کې یوجریب، د کوهستاناتو ولسوالۍ د بیدستان په کلي کې یو جریب او د ګوسفندي ولسوالۍ د بولدیانو په کلي کې یو جریب ځمکه شامله ده.
