په لوګر کې له یوه ښوونځي سره د ۶۶ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه
د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ کمالخېل منځني ښوونځي سره د خلکو له لوري د ۶۶ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، مرسته شوې پیسې د ښوونځي ادارې ته سپارل شوې، ترڅو د ښوونځي د درېیو نویو درسي ټولګیو د روانو ساختماني چارو بشپړولو په موخه ولګول شي.
