په غزني کې د ښوونځیو د زدهکوونکو ترمنځ د عقایدو په برخه کې علمي سیالۍ پیل شوې
د غزني ولایت پوهنې ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د یاد ولایت د مرکز په ګډون په ۱۵ ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۵۸۰۰ زدهکوونکو ترمنځ د عقایدو په برخه کې علمي سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو د پایلو له اعلان وروسته به ۱۰ تنو غوره ګډونوالو ته بېلابېلې جایزې ورکړل شي.
