د رسنیز بلنلیک
ټاکل شوې، چې د کابل ښار د ښوونځیو د زدهکوونکو د ساینسي مضامینو د علمي لاستهراوړنو پروژو د سیالیو پایلې، د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، استادانو او د یو شمېر ښوونځیو د زدهکوونکو په حضور کې اعلان شي.
وخت: د دوشنبې ورځ، د سهار ۹:۰۰ بجې، ۱۴۰۵/۸/۱۱ هـ.ش (۱۴۴۸/۵/۲۱ هـ.ق)
ځای: د غزني سرای، د کابل ښار د پوهنې ریاست د کنفرانسونو تالار.
د رسنیو له محترمو خبریالانو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي، چې د یادې غونډې د خبري پوښښ په موخه زموږ سره همکاري وکړي.
د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
