په خوست کې یوه ښوونځي ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه
د خوست ولایت په مرکز کې( د سرکیو بوړیو) ښوونځي لپاره د ۱۹۷ زره او ۹۷۵ افغانیو په ټولیز لګښت د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه.
په دې پروژه کې د اوبو د زېرمه کولو ټانکرونه، پایپونه او د ۸۰ مترو په ژوروالي د یو ژور څاه کیندل شامل دي، چې مالي لګښت یې له پوهنې سره د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ برابر شوی دی.
