د پوهنې وزارت خبرتیا (د قرارداد ورکولو د پرېکړې اعلان)
پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د دغه وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت ریاست د معلوماتي سیسټم د اړتیا وړ ۸ قلمه تخنیکي او اداري توکو د برابرولو او پېرودلو پروژې قرارداد، د یو میلیون، ۳۳۹ زره او ۳۵۵ افغانیو په ارزښت، د عمرعادل لوژستیکي خدمتونو شرکت ته ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولی شي، د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې خپل شکایتونه له اړوندو دلایلو سره په لیکلې بڼه د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار، ده افغانان سيمې ته څېرمه په محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده او د یادې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني پړاوونو ترسره کېدو پورې به قرارداد نه منعقدېږي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
