د غور ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ «وزى های پشتهنور» منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې مسوولینو، د ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو او یو شمېر ځايي اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د ښوونیزې شورا د غړو او د سیمې د معارف دوسته خلکو په مالي مرسته، په دوه جریبه وقف شوې ځمکه، د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.
د دغې ودانۍ په بشپړېدو سره به له ۲۳۰ څخه د ډېرو زدهکوونکو لپاره مناسب ښوونیز چاپېریال برابر او د ځای کمښت ستونزه به هواره شي.
