په غزني کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند «چهل باغتوی پشى» ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ او د ۲۰ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت په درې پوړونو کې جوړه شوې ده، د ياد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسيني په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ ۲۷ درسي ټولګي، ۳ اداري خونې، کتابتون، د کمپیوټر ټولګی، د ساینسي مضمونونو مجهز ازمېښتون، د غونډو لوی تالار او نورې اړینې ښوونیزې اسانتیاوې لري.
د یادې ودانۍ په جوړېدو سره سلګونو زدهکوونکو ته د زدهکړو لپاره مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال برابر شوی دی.
