د سويل لويديز زون د ولایتونو پوهنې ریاستونو نشراتي مدیرانو د وړتیاوو لوړولو په موخه درې ورځنی ښوونيز ورکشاپ دایر شو

د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست تر څارنې لاندې د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د کندهار، زابل، ارزګان، نیمروز او هلمند پوهنې ریاستونو د نشراتي څانګو، د درسي کتابونو دوېش او ګدامونو د مدیرانو د وړتیاوو لوړولو په موخه، په کندهار ښار کې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.
یاد ښوونيز ورکشاپ د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
ورپسې د کندهار ولایت پوهنې رئيس الحاج مولوي فخر الدين نقشبندي، د ورکشاپ ګډون والوته د ښه راغلاست ترڅنګ، په ښوونيز نظام کې د نشراتو او عامه اړيکو رياست دنده خورا مهمه وبلله او د ښوونيزو بنسټونو د نشراتي برخې سربېره يې د کتابونو او درسي موادو وېشلو په ارزښت خبرې وکړې او د یاد ښوونیز ورکشاپ له ګډون والو څخه یې وغوښتل، تر څو په خپلو ورځنيو چارو کې د دې ورکشاپ له محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست کارپوهانو او استازو د یاد ورکشاپ ګډون والو ته خپل پرېزنټېشنونه وړاندې کړل چې د ګډون والو د خوښې او پاملرنې وړ وګرځېدل.
دغه راز د مرستندويه بنسټ مسئولینو، د تېر کال د کړنو او خپلو راتلونکو پلانونو په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل او هغوی ته يې د درسي کتابونو د وېش ، ساتنې، د ښوونځيو ګدامونو ته د درسي موادو انتقال د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.
یاد ښوونیز ورکشاپ به درې ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې ګډون والو ته د ژورنالیزم بنسټونه او د یو شمېر نورو اړینو مسایلو په اړه ښوونه ورکړل شي.