د لغمان له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۸:۱۴
ابرار موسسې د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د لغمان ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ د ازادې سیالۍ لړۍ په لاره واچوله او له ۱۵۶ تنو څخه یې ازموینه واخیسته. د مسوولینو په وينا، په پام كې ده، چې د دغه ولايت په الينګار ولسوالۍ كې د يادې موسسې په ملاتړ د سيمه ييزو او چټکو ښوونيزو ټولګيو د تدريس په موخه ۳۷ تنه د ښوونکي په توګه وګمارل شي.

ابرار موسسې د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د لغمان ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ د ازادې سیالۍ لړۍ په لاره واچوله او له ۱۵۶ تنو څخه یې ازموینه واخیسته.
د مسوولینو په وينا، په پام كې ده، چې د دغه ولايت په الينګار ولسوالۍ كې د يادې موسسې په ملاتړ د سيمه ييزو او چټکو ښوونيزو ټولګيو د تدريس په موخه ۳۷ تنه د ښوونکي په توګه وګمارل شي.

د لغمان د مهترلام ښار د تعلیمي څارنې غړو د دغه ښار د هلکانو د منځني تجربوي ښوونځي له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
 د څارنې غړو د زده کوونکو د علمي کچې د ارزونې پر مهال د دغه ښوونځي له استادانو وغوښتل چې د درسي کيفيت په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د سلطان ویس بابا او لوکینګ د لومړنيو ښوونځيو اداري او تدریسي چارې وڅېړلې او د یادو ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو ته یې د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د لغمان ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د دغه رياست له کارکوونکو سره د ليدنې پر مهال له هغوى وغوښتل، چې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست له لارښوونو سره سم په درسونو او نورو ديني پروګرامونو کې ګډون وکړي او خپلې دندې په ښه شکل سره ترسره کړي.

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د چهارباغ، ګردي کڅ او د تکه کلي د ښوونځیو او د زده کوونکو د تدریسي، اداري، ښوونیزو چارو او درسي پلانونو څخه څارنه وکړه او ټولو زده کوونکو ته یې د کتابچو او ښوونیزو توکو مرسته وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت یو باب ښوونځی تاسیس شو

د پوهنې وزارت له لوري د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې «د خالد بن ولید رضی‌الله عنه» په نوم یو نوی ښوونځی تاسیس او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا؛. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۷
Background image

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د څه کم ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰بابه ښوونځي ترمیم شول

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په کچه د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم چارې، د ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په دې وروستیو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د طرحه شوي پلان له مخې، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۲۰۸ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې. . .

BACK TO NEWS