د نیمروز ولایت اوسیدونکو خپله اته جریبه شخصي ځمکه د دې ولایت د پوهنې ریاست ته ورکړه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۱۵:۲۳
د نیمروز ولایت اوسیدونکو خپله اته جریبه شخصي ځمکه د دې ولایت د پوهنې ریاست ته ورکړه

پوهنې وزارت-کابل: د نمیروز ولایت دوه تنه اوسیدونکو خپله اته جریبه شخصي ځمکه په کنګ ولسوالۍ کې پوهنې ریاست ته ورکړه.

په یاده ځمکه کې چې مالي ارزښت یې 800 زره افغانی کیږي په پام کې ده تر څو د کنګ ولسوالۍ پوهنې آمریت او تقویتي ښوونیز دارالمعلمین جور شي.

پوهنې وزارت د هیوادولو له دغه شان فعال ګډون څخه په منني یاد وزارت د زده کوونکو لپاره د ښه ښوونیز چاپیریال برابرول، د پوهنې اړتیاوو پوره کول، د ښوونې پر مخ د ستونزو لري کول او په ځانګړي ډول د ښځینه زده کوونکو او د ښوونځیو مصونیت لپاره د هیوادوالو دغه شان مرستو ته اړتیا لري.

دغه مرستې په داسې حال کې ترسره کیږي چې هیوادوالو له دې مخکې هم تیر کال 700 میلیونه افغانۍ مادي مرستې له پوهني وزارت سره کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت د وړاندیز په اساس او د ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني په منظورۍ له 1397 کال څخه تر 1409 کاله پورې د پوهنې لسیزه نومول شوې ده.

پوهنې وزارت هڅه کوي تر څو د پوهنې لسیزه کې د هیوادوالو د معنوي او مادي مرستو پر مټ اوسنۍ ستونزې چې د ښوونې او روزنې په برخه کې شتون لري حل کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د حاجي جمعه خان کوچي لومړني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ښوونځي د ودانۍ په پرانیست غونډه کې د پوهنې ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۵:۳۱
Background image

په پنجشیر ولایت کې د ماشومانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پوهنې وزارت، پنجشیر: د پنجشیر ولایت د پوهنې ریاست له لوري او یونیسف موسسې په همکاری د ماشومانو نړیواله ورځ د یوې غونډې په تر څ کې په داسي حال کې چې مرستیال والی محمد امین صدیقی، د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۵:۱۱
Background image

په هلمند کې د زده کوونکو له لوري اته ټولګیزه ودانۍ بیا ورغول شوه

د پوهنې وزارت، هلمند: د لویدیځ لښکري بازار ښوونځي کې یوه اته ټولګیزه ودانۍ د زده کوونکو په مالي لګښت بیا ورغول شوه.

د یاد ښوونځي د پرانستني پر مهال د هلمند پوهنې رئیس محمد داود شاه. . .

BACK TO NEWS