د هیواد د ټولو جهادي  او خصوصي مدارسو  او دارالایتامونو څلور نیم میاشتنۍ ازموینې پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۱۵:۱۰
l,m

(شنبه،۱۴۴۴/۲/۱۳هـ.ق-۱۴۰۱/۶/۱۹هـ.ش) 

د هیواد په ټولو ولایاتو کې د جهادي او خصوصي مدارسو او دارالایتامونو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې نن ورځ شنبه دسنبلې دمیاشتې په نولسمه نېټه شروع شوې او د شپږو ورځو لپاره به د راتلونکې  پنجشنبې تر ورځې پورې دوام ولري.
یادې ازموینې له غوره  نظم او مدیریت څخه برخمنې دي. د پوهنې د ولایتي ریاستونو په تیره بیا د اسلامي تعلیماتو د آمریتونو مسئولین  د ازموینو له صحنو څخه منظم نظارت کوي. 
د یادونې وړ ده  چې د یادو مدارسو او دارالایتامونو تعلیمي کال د کوچني اختر یا شوال المکرم  په میاشت کې پیل شویدی. په داسې حال کې چې د دارالعلومونو او رسمي مدارسو تعلیمي کال د حمل یا وري د میاشتې په دریمه نېټه شروع کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت له ښوونځيو سره ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د ۴ میلیونه ۵۴ زره او ۴۰۰ افغانیو په ټولیز ارزښت ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه.
د پوهنې مسوولینو د همکارو بنسټونو له مادي ملاتړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیکا ولایت کې د دیني مدارسو له طلابو سره د جامو مرسته وشوه

د پکتیکا ولایت د ۱۹بابه دیني مدارسو له ۱۵۰۰ تنو طلابو سره د یوې خیریه ادارې له لوري د جامو مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو مرستندویه کڅوړو ټولیز ارزښت شاوخوا ۴. . .

BACK TO NEWS