د هېواد له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

غزني
د غزني ولایت پوهنې ریاست په مشرۍ په ياد ولایت کې د سواد زده کړې د ارزونې په موخه غونډه جوړه شوه، چې والي، د پوهنې ریاست مشرتابه، د ولايتي ادارو رئیسانو او دیني علماوو پکې ګډون درلود.
په ياده کتنه کې د غزني پوهنې رياست سرپرست مولوي محمد ابراهيم حنفي، د ياد ولايت د ښوونيزو کړنو، لاسته راوړنو او د سواد زده کړې د ستونزو په باب مفصل راپور وړاندې کړ او د سواد زده کړې له څانګو سره يې د سيمه ييزو ارګانونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدارنګه:
د غزني ولایت پوهنې رئیس د دغه ولایت مرکز ته څېرمه د ارزو کلي له قومي مشرانو او دیني علماوو سره وکتل.
قومي مشرانو د پوهنې په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د پوهنې له مسٸولینو سره شریک او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
بلخ
د بلخ ولايت پوهنې مسٸولينو د د دوو همکارو بنسټونو سره د يوې غونډې پر مهال د سيمه ييزو ښوونيزو ټولګيو د وسايلو او درسي موادو د لېږد پر څرنګوالي خبرې وکړې او لازم تصمیمونه ونیول شول٠
نيمروز
د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د نیمروز ولایت د ښوونځیو د لابراتوارونو لپاره ۹۵ قلمه مواد چې د ریاضیاتو ۱۴ کیټونه او ۵۰۰ پاڼې بېلابېل ساده او رنګین چارټونه او همدارنګه د ښوونکو د لارښود ۱۱۰۰ ټوکه کتابونه پکې شامل دي د نیمروز ولایت پوهنې ریاست ته تسليم کړل٠