د کندهار ولایت له ښوونځیو سره د مېزونو، څوکیو او قرطاسیې مرسته وشوه

د پوهنې یوې ملاتړې ادارې د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳ بابه ښوونځیو ته ۵۶۰ پایې مېزونه، څوکۍ او ۲۹ قلمه ښوونیز توکي چمتو کړل.
د پوهنې مسئولینو په وینا، ټاکل شوې ده چې یاد توکي د نوي ښوونیز کال له پيل سره سم، پورته ذکر شویو ښوونځیو ته ووېشل شي.
پوهنې وزارت، د تعلیمي همکارو ادارو له ملاتړ څخه مننه کوي.