د پوهنې وزارت سرپرست لخوا، لغمان ولایت کې د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ۴ بابه ښوونیزې پروژې پرانیستل شوې

د پوهنې وزارات سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا لغمان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، ۴ بابه ښوونیزې پروژې، چې د خلکو په همکارۍ د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت سره جوړې شوې وې، پرانیستې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارلې.
په یادو پروژو کې د مرکز اړوند نیلاوات منځني ښوونځي جوړول، د کتب زي عالي لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو سیسټم نصبول، د لغمان ولایت پوهنې ریاست په انګړ کې یو محراب جومات رغول او د چندلام دیني مدرسې جوړول شامل دي.
د پوهنې وزارت سرپرست د پورته ذکر شویو پروژو پرانیستلو او د لغمان ولایت له علم پروره خلکو سره د لیدنې پر مهال، د پوهنیز نظام لپاره د دوی د دوامداره ملاتړ څخه خوښي څرګنده او د یاد ولایت پوهنې مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه، ترڅو له دغو تعلیمي مرکزونو څخه د هېواد بچیانو د سالمې ښوونې او روزنې لپاره اعظمي ګټه پورته کړئ.