د هېواد ټولو ښوونځيو ته د ښوونيزو توکو د وېش لړۍ پيل شوه

نن د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا له لوري د ساينس مرکز لوى رياست انګړ کې د هېواد ټولو ښوونځيو ته د ښوونيزو توکو د وېش لړۍ پيل شوه٠
د ښونيزو توکو د وېش په دې مراسمو کې د پوهنې وزارت په سرپرست سربېره، د ياد وزات ستر سلاکار مولوي عزيزاحمد ريان، يو شمېر مرکزي رٸيسانو او مسٸولينو هم ګډون درلود٠
ياد مراسم د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شول; ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب اللٗه آغا د ښوونيزو توکو د لړۍ پر پيل خوښي څرګنده کړه او دا يې د ښوونې او روزنې د بهير د لاپرمختګ او پياوړتيا په برخه کې تر ټولو مهم ګام وباله٠
په ورته مهال نوموړي د پوهنې وزارت د ساينس مرکز اړوند لابراتوارونو څخه له نيږدې کتنه وکړه او د يادو لابراتوارونو د استادانو له لوري يې عملي تجربې بريالۍ وارزولې٠
دغه راز د پوهنې وزارت سرپرست د ياد رياست د داخلي سړک، د موټرونو تم ځاى او يو شمېر نورو اړينو محلحقاتو پروژې هم پرانيستلې کوم چې د پوهنې وزارت په مالي ملاتړ سره د ٣،٧ ميليونه افغانيو په لګښت جوړې شوې دي٠
په پاى کې د ساينس مرکز لوى رياست مسٸولينو خپلې ستونزې او وړاندېزونه د پوهنې وزارت له سرپرست سره شريک کړل چې د مشرتابه له لوري ورسره په حل کې د همکارۍ ژمنه وشوه٠
ياد مراسم په دعاٸيې سره پاى ته ورسېدل٠