د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
سظ\طزظ\طزسش

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې د کار کیفیت او د لوړ کیفیت لرونکو ودانیزو موادو د استعمال پر اهمیت ټینګار وکړ.

په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې د کابل ولایت د ۶ ولسوالیو محلي تعلیمي شوراګانو لپاره د ۵۴۹ تنو کسانو په ګډون سره د یوې مرستندویه ادارې له خوا د مسلکي او مهارتي وړتیاوو لوړولو ورکشاپ ترسره شو. 
په پای کې د ورکشاپ ګډون‌والو ته یو مقدار قرطاسیه توکي هم ووېشل شول.

ننګرهار
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت یوه پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. 
پلاوي د ننګرهار له پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي او نورو مسئولینو سره وکتل او د تعلیمي وضعیت ښه کولو او د سفر اجنډا کې شاملو نورو موضوعاتو په اړه یې بحث ترسره کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵
Background image

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست پلاوي غزني ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د رئیس محترم مولوي عبدالقدیم محمد آخندزاده په مشرۍ یوه پلاوي غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي میرنصیر احمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۴۱
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا د پوهنې وزارت

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د لومړي لاټ قرارداد، د ۵ میلیونه، ۴۷۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۴
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا (د پوهنې وزارت)

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د دویم لاټ قرارداد، د ۱۳ میلیونه، ۸۴۱. . .

BACK TO NEWS