د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

نورستان
د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست پلاوي، د نورستان ولایت د سواد زده کړې د کورسونو د کړنو د کتنې په ترڅ کې، د پوهنې ریاست او د یو شمېر نورو څانګو د ځینو کارکوونکو لپاره درې ورځنی سیمینار جوړ کړ.
تخار
په دې وروستیو کې شیخ مولوي نصرالدین د تخار ولایت د ج.هادي مدرسې د مهتمم او مولوي محمد ګل محمدي د یادې مدرسې د ناظم په توګه وټاکل شول.
همدارنګه یاد مسئولین د تخار ولایت د والي الحاج مولوي عبیدالله امین زاده له لوري خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.
پکتیکا
د پکتيکا ولايت پوهنې رياست د مټاخان او ګيان ولسواليو یو شمېر لېسو ته شاوخوا ۶۵۷ قلمه لابراتواري توکي ووېشل.
دغه راز د پوهنې مشرتابه د ښوونځيو له مسئولينو وغوښتل، تر څو له يادو توکو څخه د زده کوونکو د عملي او تجربوي درسونو د تدريس په برخه کې اعظمي ګټه پورته کړي.
همدارنګه:
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د ځوانانو د پټو استعدادونو د ودې او د ساینس ستوري د ټاکلو په موخه، د ښوونځیو له سلګونو زده کوونکو څخه آزموینه واخیسته.
په پام کې ده، چې د یادې آزموینې غوره زده کونکي تر پېژندلو وروسته په جایزو وویاړل شي.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست وايي: د یاد ولایت بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د بټي کوټ مدرسې شاو خوا د ۲۱۶ متره اوږد دېوال د جوړېدو چارې د سیمې د خلکو په مالي مرسته پیل او ډېر ژر به یې چارې بشپړې شي.