د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

کندوز
د کندوز ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسمعیل ابو احمد د پوهنې له مسئولینو، دیني علماوو او قومي مخورو سره د کتنې پر مهال، د پوهنې په برخه کې د خپلو لاسته راوړنو او ستونزو د بیانولو ترڅنګ، د ښوونیز نظام لاښه والي په موخه له ګډون والو سره مشورې وکړې.
دایکنډي
د دایکنډي ولایت د مرکز او کلیو علماء کرامو او یو شمېر قومي مخورو، د یاد ولایت له پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار سره د لیدنې پر مهال، په خپلو اړوندو سیمو کې د ښوونځیو او مدارسو د جوړېدو او فعالولو غوښتنه وکړه، چې د پوهنې رئیس له لوري ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.
کندهار
د کندهار ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي فخرالدين نقشبندي سپين بولدک ولسوالۍ ته د يوه رسمي سفر په ترڅ کې، «د معدن العلوم السلامیه» مدرسې اداري او تدريسي چارې وڅارلې او د يادې ولسوالۍ د پوهنې له مسئولينو سره يې د ليدنې پر مهال له هغوی وغوښتل، تر څو د ښوونیز وضعیت لاښه والي په برخه کې خپلې هلې ځلې لاپسې زیاتې کړي.
پنجشېر
د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست، د یاد ولایت د ښوونځیو او مدارسو د مدیرانو او ښوونکو د وړتیاوو لوړولو په موخه یو سیمینار جوړ کړ.
د یاد ښوونیز سیمینار د پرانیستلو په مراسمو کې د پوهنې ریاست د مشرتابه تر څنګ، د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسئولینو هم حضور درلود.
تخار
په تخار ولایت کې د سواد زده کړې کمېټې، د یاد ولایت د مقام مرستیال په مشرۍ د پوهنې رئیس او یو شمیر نورو مسئولینو په ګډون غونډه وکړه.
د پوهنې ریاست مسئولینو د یاد ریاست د کړنو د راپور وړاندې کولو پر مهال د ښوونیز نظام د پیاوړتیا په موخه، له رسمي او همکارو ادارو څخه د لازیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.