د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د ښوونیزو بنسټونو د ارزونې پروګرام پیل کړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۴:۳۴
122

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د پرېکړې پر بنسټ، د هېواد په ۲۸ سړو ولایتونو کې د اسلامي زده کړو بنسټونو د ښوونیز وضعیت، د زده کوونکو د علمي کچې، اداري، تدریسي او تعلیمي پروګرامونو د ارزونې او څارنې پروسه پيل شوه.
په همدې موخه د اسلامي زده کړو معینیت د ظرفيتونو د ارزونې رئيس مفتي عبدالولي سداد په مشرۍ مشورتي غونډه جوړه شوه، چې پکې د یاد معینیت د درۍ ګونو رياستونو مسئولینو او آمرینو هم ګډون درلود.
په پیل کې د اسلامي زده کړو معینیت د ظرفیتونو ارزونې رئیس د اسلام سپېڅلي دین له نظره د چارو څارنې او کنټرول اهمیت ته اشاره وکړه او د اسلامي زده کړو بنسټونو پلان او پروګرام یې ګډون والو ته تشرېح کړ. 
ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونیزې څارنې آمر مولوي ګدا محمد مفلح، د اسلامي زده کړو بنسټونو څارنې او کتنې آجنډا په تفصیل سره بیان او په دې اړه یې د غونډې ګډون والو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل.
غونډه د یادې موضوع په اړه له هراړخیزو بحثونو، سالمو نظریاتو او وړاندیزونو له تبادلې وروسته، د لازمو تصمیمونو په نیولو سره د افغانستان د خلکو د هوساینې په دعا‌ء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS