د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې پلاوي فراه ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې د رئیس قاري عتیق الله مؤذن په مشرۍ پلاوی فراه ولایت ته ورسېد.
په پیل کې یاد پلاوي د فراه له پوهنې رئیس مولوي اختر محمد زعیم او یو شمېر نورو مسئولینو سره وکتل او د پوهنې پر یو لړ مهمو مالي او اداري مسایلو یې تفصیلي خبرې وکړې.
ورپسې د دغه پلاوي کارپوهانو د یاد ولایت پوهنې ریاست د پلټنې د کارکوونکو وړتیاوو لوړولو په موخه یو سیمینار جوړ کړ او هغوی ته یې د مالي چارو، ادارې او تدارکاتو په برخو کې روزنه ورکړه.
د پوهنې رئیس یاد ولایت ته د پوهنې وزارت د پلټنې د رئیس او کارپوهانو له ورتګ څخه د هرکلي ترڅنګ، د هغوی د ښوونیزو پروګرامونو او لازمو همکاریو له امله خوښي څرګنده او د پلاوي د آجنډا د عملي کولو په برخه کې یې د لازمو آسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.