د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري د یاد وزارت د کیفیت تضمین معین، د معلوماتو مدیریت سیستم رئیس او د دغه ریاست کارکوونکو ته د دوی د ښو خدمتونو له امله ستاینلیکونه ورکړل شول
![123](/sites/default/files/2023-10/whatsapp_image_2023-10-22_at_12.43.14_pm.jpeg)
په هغو مراسمو کې چې پکې د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، د یاد وزارت ستر سلاکار مولوي عزیز احمد ریان، د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د اسلامي زده کړون معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د معلوماتو مدیریت سیستم رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني یو شمېر مرکزي رئیسانو او کارکوونکو ګډون درلود، د پوهنې وزارت د سرپرست له لوري د کیفیت تضمین معین، د معلوماتو مدیریت سیستم رئیس او دیاد ریاست کار کوونکو ته، د دوی د ښوکړنو او وړ خدمتونو له امله ستاینلیکونو ورکړل شول.
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست وویل: ډېر د خوښۍ ځای دی، چې نن د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین ،د معلوماتو مدیریت سیستم ښاغلی رئیس په شمول یو شمېر کاروکوونکو په خپل نوښت د پوهنې یو داسې اطلس برابر کړی دی، چې موخه یې د زده کوونکو، ښوونکو، د ښوونیزو مرکزونو،د زېربیناوو او د هېواد په سطحه د پوهنې وضعیت عمومي معلوماتو ارزول دي او دا د هېواد په تاریخ کې یو له نوښتي کارونو څـخه ګڼل کیږي.
په ورته مهال نوموړي د وزارت په استازولۍ له هغوی مننه وکړه، چې لا هم د پوهنې په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي او هغوی ته یې په راتلونکې کې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین او د معلوماتو مدیریت سیستم کاروکوونکو د پوهنې وزارت مشرتابه له دې ستاینې څخه د مننې ترڅنګ وایې، چې په دې کارسره به دوی لاوهڅول شي، تر څو په راتلونکي کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي او خپل هېواد ته د پوهنې په برخه کې لازیاتې هلې ځلې وکړي.
یاد مراسم د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.