د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس د سمنګان ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل

د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې (EMIS) رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني، د سمنګان ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني سره په کتنه کې، د یاد ولایت د ښوونیزو نظام څرنګوالي په تړاو مفصلې خبرې وکړې او د ستونزو د هواري په موخه یې نظرونو تبادله کړل.
د پوهنې وزارت د احصائیې او EMIS رئیس او ورسره مل پلاوي په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې ریاست مسئولینو او مدیرانو ته د احصایئې د راټولولو د معیاري لارو چارو په اړه معلومات ورکړل.
د یاد سیمینار په پرانیستونکې غونډه کې د پلاوي مشر د کاري پلانونو په ترتیب او چمتو کولو کې د څانګو د سمو احصائیو او ارقامو شتون مهم وباله او له ګډون والو یې وغوښتل، تر څو د سیمینار له محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
دغه راز د پوهنې وزارت د احصائیې رئیس د ښوونې او روزنې ارزښت او د ښوونکو مسئولیت ته په اشارې سره وویل: لکه څنګه چې یوه ټولنه ښوونې او روزنې ته اړتیا لري، د هغې خلک هم زده کړو ته اړتیا لري، نو د ښوونکو او استادانو لپاره اړینه ده چې دغه ملي او دیني مسئولیت د ماشومانو لپاره ترسره کړي.
ورپسې د سمنګان پوهنې رئیس یاد ولایت ته د پوهنې وزارت د احصائیې او EMIS د رئیس له ورتګ څخه خوښي څرګنده کړه او له پلاوي یې غوښتنه وکړه، ترڅو د پوهنې کارکوونکو لپاره میتودیکي او تخصصي ورکشاپونه او سیمینارونه دایر کړي.