د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس په رسمي سفر جوزجان ولایت ته ولاړ

د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني چې د رسمي دندو د ترسره کولو په موخه جوزجان ولایت ته تللی، د ياد ولايت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد سره يې په کتنه کې د ښوونيزو پرمختګونو او يو لړ ستونزو د هواري په موخه د نظرونو تبادله وکړه.
د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې ریاست مسئولینو او مدیرانو ته د احصائیې راټولولو، د ښوونکو او زده كوونكو د احصائیې ثبت او يو لړ نور مهم موضوعات د يو ښوونيز سيمينار پر مهال تشرېح کړل.
د ياد سيمينار په پيل کې د پلاوي مشر د کاري پلانونو په ترتيب او چمتو کولو کې د څانګو د کره شمېرو او ارقامو شتون مهم وباله او له ګډون والو يې وغوښتل، چې د سيمينار له محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
همدارنګه نوموړي د ښوونکو مسئولیت ته په اشارې سره څرګنده کړه: لکه څنګه چې یوه ټولنه ښوونې او روزنې ته اړتیا لري؛ نو په همدې اساس ښوونکو او استادانو ته لازمه ده، تر څو د نوي نسل په روزنه کې خپل ملي او دیني مسئولیت په ښه توګه ترسره کړي.
ورپسې د جوزجان ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې د رئیس له ورتګ خوښي څرګنده کړه او د احصائیې له رئیس څخه یې غوښتنه وکړه تر څو د پوهنې کارکوونکو ته په نورو برخو لکه: مالي او اداري چارو کې باید میتودیک او تخصصي ورکشاپونه چمتو کړي.