د څو ولايتونو  پوهنې رياستونو د کارونو او فعالیتونو په اړه څو خبرونه!

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۱۶:۲۴
۱۲۳۴

 غزني

 د پوهنې وزارت د تفتيش پلاوي چې په دې وروستيو کې د پوهنې رياست د مالي او اداري چارو د څېړنې په موخه غزني ولايت ته تللى و، د خپلو دوو مياشتو څېړنو پايلې يې د رييس، امرانو او  بېلابېلو برخو د مدېرانو په ګډون په يوه غونډه کې وړاندې کړې. 
 د غزني ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي ميرنصير احمد حسيني د ياد پلاوي د څېړنو  پايلو له اورېدو وروسته د يادې ادارې مرکزي څانګو امرانو او مدېرانو ته د ستونزو حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې. شته ستونزې او ننګونې یې مطرح کړې او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې چارې د پوهنې وزارت له قانون او پالیسیو سره سمې پرمخ يوسي.

 بلخ

 د بلخ ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل د علماوو د سرتاسري شورا په غونډه کې چې د دغه ولایت د والي په مشرۍ جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.
 نوموړي د ياد رياست د روان کال د پروګرامونو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په تېر کال کې يې د ياد رياست د پروګرامونو د پلي کېدو په برخه کې د ستونزو يادونه وکړه او د ولايت مقام له رهبرۍ څخه يې د يادو ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. 
 نوموړي دغه راز ديني مدرسو ته د سل زره بستونو له ورکړې خوښي وښوده او څرګنده يې کړه، چې د يادو بستونو په تطبيق سره به د ديني مدرسو د تدريس په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
 له همدې ریاسته یو بل خبر؛ دبلخ ولايت دپوهنې رييس د دغه رياست له کارکوونکو سره وکتل او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د خپلو فعاليتونو او راتلونکو پلانونو راپور ورکړي، چې وروسته هر يو نوموړي ته په خپل وار سره خپل راپورونه وړاندې کړل.
  په پای کې د بلخ ولایت د پوهنې رئیس د لازمو لارښوونو ترڅنګ له ټولو حاضرینو څخه وغوښتل چې د پوهنې وزارت د اصولو او مقرراتو سره سم د خدای (جل جلا له) او خلکو د رضا په نظر کې نیولو سره ورسپارل شوې دندې په سمه توګه ترسره کړي. 

 کندز

 د پوهنې رئیس مولوي محمد اسماعیل ابو احمد او د کندز ولایت مقام رئیس مولوي عبدالغفور شهیدزي د کندز ولایت د ج/هادي ديني مدرسې څخه لیدنه وکړه او د یادې مدرسې اداري او تدریسي چارې یې له نيږدې وکتلې.
   هيئت د مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ژمنه یې وکړه.

 د نورو خبرونو له مخې؛  دکندز ولايت دپوهنې رياست له ٧٦ تنو وړ کسانو څخه رقابتي ازموينه واخيسته.
 په پام کې ده هغه کسان چې معیاري نومرې يې پوره کړې دي د هغه ولایت په مرکزي دارالعلوم کې په دریم (۱) او اووم (۵) بستونو کې په دندو وګمارل شي.
  د پوهنې رئيس او د ولايت مقام له دې پروسې څخه څارنه وکړه او د ازموينې پر شفافيت يې ټينګار وکړ.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS