د کابل ولایت د پوهنې ریاست  نوې ودانۍ جوړولو په اړه مشورتي غونډه وشوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۹
aszczx

د کابل ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعیب په حضور کې یوه غونډه وشوه، ترڅو د کابل ولایت پوهنې ریاست لپاره د سینما پامیر په سیمه کې د نوې ودانۍ جوړولو په اړه بحث او پرېکړه وشي.
د غونډې په پای کې پوهنې رئیس د نوې ودانۍ له ځای څخه لیدنه وکړه او د موجوده وضعیت ترڅنګ یې د یادې ادارې له انجینرۍ څانګې سره د اړینو مشورو وروسته پرېکړه وشوه، چې د مشرتابه د لارښوونې، د بودیجې ټاکلو او اداري پروسو له ترسره کولو وروسته به په ټاکلي ځای کې نوې ودانې جوړه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS