له لوګر ولایت څخه د پوهنې خبرونه
لوګر:
د لوګر ولايت د پوهنې ريس مولوي جنت ګل عزيز د پوهنې له مسوولينو، ديني عالمانو او قومي مخورو سره د يوې غونډې په ترڅ کې د لوګر د پوهنې عمومي وضعيت و ارزاوه او له مسوولينو او خلکو يې وغوښتل، چې خپل وړانديزونه، نيوکې او نظريات ورسره شريک کړي. او همدا ډول د پوهنې د وضعیت د ښه والي لپاره دې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له مشرتابه سره مرسته وکړي.
نور خبرونه:
د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ ریاست د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په دریو ښوونځیو کې لابراتواري وسایل ووېشلې.
دغه وسایل چې ۱۵۰ زره افغانۍ ارزښت لري د دغه ولایت د پوهنې ریس مولوي جنت ګل عزیز له لوري د علي جان خېلو لېسې، ملا خوشحال لیسې او د ګداخېلو د نجونو منځنۍ ښوونځي ته وسپارل شول.
همدارنګه:
د لوګر د پوهنې ریس مولوي جنت ګل عزیز خروار ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال د پوهنې د ملاتړ په برخه کې د دې ولسوالۍ د ګداخېلو ولسونو هڅې وستایلې.
همدارنګه په نورو خبرونو کې:
د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د کتب خېلو هلکانو لېسې د زده کوونکو د والدینو په شخصي مرسته ۸۵ میزونه او څوکۍ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دې لېسې مسوولينو له ښاغلي بريالي څخه د مننې په ترڅ کې له ټولو په ځانګړي ډول له ملي سوداګرو وغوښتل چې د هېواد د پوهنې په ملاتړ له موږ سره مرسته وکړي.
