له مرکز او ولایتونو د پوهنې خبرونو لنډیز

هرات
د هرات ښار اړوند د افغان-ترک ښوونځیو د زده کوونکو علمي او فرهنګي نندارتون د پوهنې رئیس، د ترکیې د قونسلګرۍ، دیني علماوو، ښوونکو او د پوهنې مسئولینو په حضور کې،د یاد ولایت افغان-ترک ښوونځي د کنفرانسونو په تالار کې پرانیستل شو.
د هرات پوهنې رئیس د زده کوونکو د استعدادونو د ودې په برخه کې د افغان – ترک ښوونځيو له هڅو د ستاينې په ترڅ کې، د زده کوونکو د علمي استعدادونو د ودې په موخه د دا ډول نندارتونونو جوړول مهم او ارزښتناک وبلل.
پکتیکا
د قرآن عظیم الشان د حفظ او حسن قرائت سیالۍ چې څه موده وړاندې د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ د یو شمېر مدارسو زده کوونکو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، اوس یې پایلې اعلان شوې.
په یادو مراسمو کې د پوهنې رئیس تر څنګ یو شمېر دیني علماوو هم برخه اخیستې وه او د مسئولینو له لوري ممتاز زده کوونکي وستایل شول.
نیمروز
د نیمروز ولایت پوهنې رئیس مولوي ګل احمد حقاني او ورسره مل تخنیکي ټېم، د مرکز اړوند آخندزاده محمد علم او د سیستان عالي لېسو بیارغونې چارې وڅارلې.
نوموړي له ساختماني شرکت وغوښتل، چې د يادو ښوونځيو بيارغونې چارې د قرارداد له مخې ترسره کړي.
کابل
د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني د دولسمې ناحیې له پوهنې مسئولینو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل ، تر څو خپلې اداري او تدریسي چارې د پوهنې وزارت د کړنلارې له مخې ترسره کړي.
له بلې خوا د خصوصي ښوونځيو مسئولينو له پوهنې رئيس سره خپلې ستونزې او وړانديزونه شریک او د حل غوښتنه يې وکړه.
سمنګان
د سمنګانو ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي نصرت الله فيضاني د یاد ولايت د دوآب ولسوالۍ د پوهنې له مسئولينو سره په کتنه کې د پوهنې عمومي وضعيت په اړه خبرې وکړې او له هغوی سره يې د همکارۍ ژمنه وکړه.
همدا راز نوموړي اداري ، تدریسي ، د بیارغونې چارې او د د زده کوونکو د زده کړو کچه و ارزوله، د یادې ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو او مدارسو د آزموینې له بهیر څخه یې هم څارنه وکړه.