له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۲:۰
152

غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني، په یاد ولایت کې د روږدو کسانو درملنې مرکز له ښوونیزو بهیر څخه لیدنه وکړه او د هغوی د پوښتنې په ترڅ کې یې د ښوونیزو پروګرامونو د تطبیق څرنګوالی و ارزاوه.

د غزني پوهنې رئيس په نشه يي توکو روږدو کسانو ته د ښوونيزو توکو د وېشلو پر مهال له ښوونکو وغوښتل، تر څو د هغوى زده کړو او سواد کچې لوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت پوهني رياست اداري غونډه د پوهني رئيس قاري عنايت الله سهار تر څآرنې لاندې د ياد رياست د آمرینو او مديرانو په ګډون جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د تېرو کړنو او د راتلونکې اوونۍ د پلانونو په اړه نظرونه تبادله شول.

بادغیس

د بادغیس ولایت پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان د پوهنې په برخه کې د همکارې ادارې له استازو سره وکتل او رسمي ښوونځيو ته یې د سیمه ییزو ټولګیو د انتقال په اړه نظرونه تبادله کړل.

په یاده ناسته کې د نویو زده کوونکو د شاملولو په اړه هم خبرې وشوې.

کابل

د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني د انجنیرۍ له ټېم سره په ګډه د آریانا، عبدالغفور احمدي او بي بي مهرو د نجونو ښوونځیو د بیارغونې له چارو څخه څارنه وکړه او د ساختماني موادو د ښه کیفیت او ترمیم په اړه یې له شرکت سره خبرې وکړې.

ننګرهار

د ننګرهار پوهنې ریاست د حصارک او شېرزادو ولسوالیو د شپږو ښوونځیو د مدیرانو او ښوونکو لپاره روغتیايي سیمینار جوړ کړ.

په یاد سیمینار کې د روغتیایي مدیریت روزونکو ګډون والو ته د شخصي حفظ الصحې او چاپېریال ساتنې په برخو کې روزنه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د شمال‌ختیز زون علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د علمي غړو د مسلکي او تدریسي وړتیا لوړولو په موخه، د شمال‌ختیز زون (کندز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د مرکزي هستې علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ، د پوهنې وزارت د ښوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د بادغیس ولایت پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۰
Background image

په کاپيسا ولايت کې د يوې دينې مدرسې جوړولو لپاره ۸ بسوې ځمکه وپېرل شوه

د کاپيسا ولايت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکو د علمي وضعيت ښه والي، د طلابو لپاره اسانتياوو برابرولو او د تعليمي فضا پراخوالي په موخه، د "عبدالله بن عمر (رضی الله عنه)" د مدرسې. . .

BACK TO NEWS