له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې د کړنو انعکاس

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۳:۰
123

کابل

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې رئیس مولوي غلام ربي رباني، د کابل ولایت له پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني سره وکتل.
نوموړي د خپلې کتنې موخه، د کابل پوهنې ریاست له اداري چارو څخه بیا کتنه او څارنه وبلله چې د پوهنې رئیس له لوري یې تود هرکلي شو.

سمنګان

 د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (UNDP) د شمال زون د دفتر رئيس بختيار خان او ورسره مل پلاوي، د سمنګانو ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي نصرت الله فيضاني، سره وکتل.
په دې کتنه کې د يادې ادارې مسئول، د پوهنې په برخه کې د خپلې ادارې د فعاليتونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، د سمنګان ولایت په ٢٠ ښوونځيو کې د لمريزې برېښنا د سيستم د فعالېدو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

لوګر

په لوګر ولایت کې د "مادران" خیریه بنسټ د ۱۶۰ زره افغانیو په لګښت، د یاد ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې د زرغون شهر د هلکانو لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو څاه برابر کړ.

کاپیسا

د کاپیسا ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د قدرت الله شهید، آقا شیرین شهید، غازي پاینده محمد خان لېسو او خیرالمدارس مدرسې له اداري او تدریسي فعالیتونو څخه لیدنه وکړه او له ښوونکو او استادانو سره یې  په جلا جلا توګه وکتل.

هرات

د هرات ولايت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله جابر، د یاد رياست له آمرینو او مدېرانو سره وکتل او په ټاکلي وخت سره د خدمتونو په وړاندې کولو او له مراجعينو سره د ښه سلوک په ګډون يې په بېلابېلو مسایلو تفصیلي خبرې وکړې.
په ورته مهال نوموړي له هغوى څخه وغوښتل، ترڅو خپلې دندې د پوهنې وزارت د کړنلارې مطابق د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې سر ته ورسوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS