له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
هلمند
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوی، د یوه کاري سفر په ترڅ کې هلمند ولایت ته ولاړ او د یاد ولایت پوهنې ریاست له مشرتابه سره یې په لیدنه کې د خپل سفر موخه، د پوهنې ریاست او ولسوالیو پوهنې آمریتونو د کارونو او فعالیتونو ارزونه وبلله.
د یو بل خبر له مخې:
د هلمند ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري تر څارنې لاندې جوړه شوه.
په یاده ناسته کې د هلمند پوهنې رئیس د کارکوونکو د فعالیتونو راپور وڅېړه او د راتلونکو کړنو په اړه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
کابل
د کابل ولایت استالف ولسوالۍ د پوهنې مسئولینو په نوښت، د سیرت النبي (صلي الله علیه وسلم) سیرت سیالۍ، د ۱۳ ولسوالیو د ښوونځیو او یوه دارالعلوم د ۱۸۳ زده کوونکو ترمنځ ترسره شوې.
ننګرهار
د ننګرهار ولايت یوه تن د پوهنې دوست هېوادوال د شېرزادو ولسوالۍ د څېلې لېسې سره د کمپيوټر او پرېنټر مرسته وکړه.
همدارنګه:
د یاد ولایت د پچیراګام ولسوالۍ د لنده خېلو لېسې لپاره یوه ښوونکي د ۲۹ زره افغانیو په ارزښت لویه دروازه نصب کړه.
د ننګرهار پوهنې ریاست د ولسونو مرستې وستایلې او د دوام غوښتنه یې وکړه.