له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۲:۳
123

جوزجان


د پوهنې وزارت د درۍ کلن ملي پلان د مسودې په اړه مشورتي غونډه، د جوزجان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد او د یاد ریاست د یو شمېر مسئولینو، مدیرانو او کارکوونکو په حضور کې جوړه شوه.
د یادې غونډې موخه، د پوهنې وزارت په درۍ کلن ملي پلان کې د هغه ولایت د پوهنې د وضعیت هر اړخیز تحلیل ؤ.

بیا هم له یاد ولایت څخه:

د جوزجان ولايت پوهنې رئیس د یاد رياست دانجنیرۍ له ټېم سره، په دغه ولايت کې د ترناب ازبکيه او شيخ آباد ښوونځيو د جوړولو کار وڅيړه او د کار د لاښه والي لپاره یې د لوړ کیفیت توکو د استعمال په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه:


د جوزجان ولایت پوهنې رئیس د یماق تنکه او نفت فابریکه ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه او د زده کوونکو د زده کړې طرز او د استادانو د تدریس طریقې یې له نیږدې وارزولې.

نیمروز

د نيمروز ولايت پوهنې رئیس مولوي ګل احمد حقاني، د یاد ولايت د ښوونځيو فوټبال لوبډلو د پايلو اعلان په مراسمو کې، چې د سيستان په لېسه کې جوړ شوي ؤ، ګډون وکړ.
په ورته مهال نوموړي د اسلام له نظره د سپورت په ګټو او اهمیت خبرې وکړې.

تخار

د تخار ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر، د یاد ریاست له کاري څانګو څخه لیدنه وکړه او د چارو د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز نوموړي له مسئولینو او کارکوونکو غوښتل، تر څو د پوهنې وزارت کړنلاره مراعات او له زده کوونکو سره ښه چلند وکړي.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS