هرات ولایت کې د دریو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۳:۱۸
هرات ولایت کې د دریو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

پوهنې وزارت، هرات: د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ کې د پایان بلوک لیسې، د شیخ الاسلام او پاشدان لومړنیو ښوونځیو ودانۍ د یاد ولایت والي عبدالوحید قتالي، د پوهنې رئیس ذکریا رحیمي، د ولایتي شورا او دولتي ادارو ګڼ شمیر چارواکو لخوا پرانیستل شوې.

د پایان بلوک لیسې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۸۰۰ متر مربع په زیر بنا سره د ۷ میلیونو افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي مرسته جوړه شوې ‎، چې ۲۰ ټولګي او نورې اړینې آسانتیاوې لري، همدارنګه د شیخ الاسلام او پاشدان لومړنیو ښوونځیو ودانۍ د ۱۵۰۸ متر مربع په زیر بنا سره د کلیو بیارغونې او پراخیتا وزارت د اقرأ پروژې لخوا جوړې شوي، چې د شیخ الاسلام کرخي ښوونځي ودانۍ ۹ ټولګي او د پاشدان ښوونځي ودانۍ ۶ ټولګي او نورې ښوونیزې آسانتیاوې لري، د یادو ودانیو په جوړیدو سره د سیمې ماشومانو ته خوندي ښوونیز چاپیریال برابر شو.

د هرات د پوهنې رئیس ذکریا رحیمي وویل: د دې ودانیو په جوړیدو له زړه خوښ یم ځکه د سیمې ګلالیو ماشومانو ته د زده کړو خوندي چاپیریال برابر شو، د دې ترڅنګ د ۱۳۹۹ کال په لړ کې ۱۰۰ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوې.

همداراز کرخ ولسوالۍ کې د ۱۱ نویو ښوونځیو په جوړیدو سره، نوموړي ۱۴۰۰ تعلیمي کال ولسوالیو ته د پاملرنې کال وباله، او زیاته یې کړه: سږ کال به د پوهنې برخه کې د انډول برابرول لپاره هلې ځلې کوو او د پوهنې وزارت ستراتیژیکي موخې به پلې کوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده وداني پر هغه ځمکه جوړېږي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

BACK TO NEWS